کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوستي خبریالان: چارواکي له رسنیو سره توپیري چلند کوي

15 سنبله 1399 ساعت 17:14

په خوست کې د ځایي رسنیو استازي او خبریالان پر حکومتي چارواکو تور پورې کوي، چې له رسنیو سره توپیري چلند کوي.
د خبریالانو په خبره چارواکي ځینې وخت یوازې د ګوتو په شمېر خبریالان خپلو غونډو او پروګرامونو ته ورغواړي. په خوست کې د ځایي رسنیو خبریالان، حکومتي چارواکي او ولایتي اداره تورنوي چې له رسنیو او خبریالانو سره توپیري چلند کوي.


 د خبریالانو په خبره چې د چارواکو دا ډول کړنې د رسنیو او بیان ازادۍ پروړاندې د محدودیتونو هڅه ده. ددوی په وینا یې ښه بېلګه نن ورځ خوست ته د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب راتګ دی، چې یوازې دګوتو په شمير خبریالان ورغوښتل شوي وو. پدې ولایت کې د چنار په نوم د یوې خصوصي راډيو خبریال شریف سمون وايي، درې ورځې وړاندې یې ولایت مقام ته د خبریالانو د نومونو په لیست کې نوم ورکړل شوی و، چې پدې پروګرام کې به ګډون کوي، خو وایي چې نن سهار ورته اجازه ورنه کړل شوه: (( نن سهار چې موږ ولایت مقام ته لاړو، ترڅو د محب راتګ ته خبري پوښښ ورکړو، خو له دروازې را ورګرځول شوو، زه فکر کوم چې دا ډول کړنې له یوې خوا د رسنیو سره توپیري چلند دی او بل لوری د بیان پر ازادۍ د پښې اېښودل دي.)) د نن اف ام راډيو دمحتوا مسول کریم الله نظیري هم ولایت مقام او نور چارواکي په توپیري چلند تورنوي او وایي چې  یوازې انځوریزو رسنیو ته اجازه ورکړل شوې او د راډيو ګانو خبریالان نه دي پرېښودل شوي. هغه وايي چې دا ډول چلند ورته د منلو نه دی او پدې برخه کې به خپل غږ پورته کړي: (( له بده بخته چې د ولایت مقام له خوا له رسنیو سره توپیري چلند شوی، یوازې د انځوریزو رسنیو خبریالان غوښتل شوي او د راډيوګانو خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوي، مو به دا ډول کړنې غندو او خپل غږ به پورته کوو.)) د ازمون په نوم د یوې بلې خصوصي راډيو ځایي خبریال عبدالله سهاک وایي، سره له دې چې پدې ولایت کې خبریالان د ا منیتي او نورو ستونزو سره مخ دي، خو ددې با وجود یې ډير کله د حکومت پروګرامونو ته انعکاس ورکړی او د دوی غږ یې تر ولس رسولی، خو په وینا یې دا ډول توپیري چلند خبریالان زړه ماتي کړي او که دوام پیدا کړي پریکون به اعلان کړي: (( خبریالان سره له دې چې له ډيرو ستونزو او ننګونو سره مخ دي، خو بیا هم دا ډول کړنې چې ۱۴ سیمه ییزو راډیوګانو ته پدې ډول پرواګرام کې د ګډون اجازه نه ورکول کیږي د تاسف وړ خبره ده.)) په جنوب ختیځ زون کې دافغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسول سیف الله حیات هم له خبریالانو سره دا ډول کړنې د تاسف وړ بولي او وایي پکار نه ده چې د خبریالانو او رسنیو سره توپیري چلند شي: (( ډيره جالبه او د تاسف وړخبره ده چې د انځوریزو رسنیو خبریالانو ته اجازه ورکول کېږي، اما غږیزو ته نه، هیله مو دا ده چې د ټولو رسنیو خبریالانو ته په یوه سترګه وکتل شي.)) په ورته مهال د خوست ولایت مقام وایي چې پروګرام ته د غوښتل شوو رسنیو ټاکنه د امنیت شورا له لوري شوي او دوی پکې صلاحیت نه درلود. خو د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي چې دوی دا کار نه دی کړی، بلکې له ځايي ادارې یې غوښتي چې ټولې رسنۍ دعوت کړي: (( موږ ورته ویلي چې ټولې رسنۍ را وغواړئ پر غږیزو او انځوریزو مو تقسیمات نه دي کړي.)) په خوست کې د ځآیي رسنیو استازي او خبریالان داسې مهال خپل غږ پورته کوي، چې ډير کله پدې ولایت کې خبریالان معلوماتو ته د نه لاسرسي او توپیري چلند له کبله له ستونزو سره مخ کیږي. د یادونې ده چې د نننۍ حکومتي غونډې له کبله نه یوازې خبریالان بلکې عام خلک هم ښارته د تللو پرمهال له ستونزو سره مخ وو. دخلکو په خبره چې چارواکي له ښاره لرې په ولایت مقام کې له چورلکو ښکته شول، خو په لویو لارو کې عاجلو ناروغانو او مسافرو ته تګ راتګ له کړاوونو ډک وو


د مطلب کود: 218221

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218221/خوستي-خبریالان-چارواکي-له-رسنیو-سره-توپیري-چلند-کوي

آوا
  https://www.avapress.com