کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره ۲۳ میلیونه ډالره مرسته کړې

15 سنبله 1399 ساعت 10:31

د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۲۳ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د اسیا پراختیایي بانک د پنجشنبې په ورځ له افغان حکومت سره د روغتیا په برخه کې د۲۳ میلیونه ډالره مرستې کولو هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې دغه بانک افغانستان کې د ۱۵ روغتونونه رغوي.

د یادو مرستو هوکړه د پنجشنبې په ورځ د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان څانګې مشر نرندر سینګرو او د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني ترمنځ لاسلیک شوه.

د دغه بانک د افغانستان څانګې مشر نرندر سنګرو وایي، د دې مرستو پر مټ به د روغتیایي توکو ترڅنګ په افغانستان کې ۱۵ روغتونونه بیا ورغول شي چې له ډلې به یې د ۱۰ روغتونونو د بیا رغولو چارې په نېږدې راتلونکې کې پیل شي.

هغه دغه راز ویلي، یادې مرستې له افغانستان سره د کرونا وایروس سره د مبارزې په موخه کېږي.



د مطلب کود: 218173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218173/د-اسیا-پراختیایي-بانک-له-افغانستان-سره-۲۳-میلیونه-ډالره-مرسته-کړې

آوا
  https://www.avapress.com