کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم دروازه نن د یوې ورځې لپاره پرانیستل شوه

15 سنبله 1399 ساعت 10:27

افغان چارواکي خبر ورکوي چې نن شنبې ورځ د تورخم دروازه د یوې ورځې لپاره پرانیستل کېږي. پرون په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت یوه استازي پر فېسبوک ولیکل چې د تورخم دروازه به د یوې ورځې لپاره د سېپټمبر په ۵مه نېټه پرانیستل شي. ده ویلي هغه پاکستانیان به هم چې په افغانستان کې دي، د تورخم پر لار خپل هېواد ته د تېرېدو اجازه لري. پاکستان حکومت د کورونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تورخم لار د تګ راتګ پر وړاندې وتړله چې له کبله یې دواړو خواوو ته افغانان له سختو ستونزو سره مخ شول. دا دروازه داسې مهال پرانیستل کېږي چې د پنجشنبې ورځ د افغان او پاکستانو ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه او له کبله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته.



د مطلب کود: 218170

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218170/د-تورخم-دروازه-نن-یوې-ورځې-لپاره-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com