کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: پاکستان سره په جکړه کې څلور سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

15 سنبله 1399 ساعت 9:29

په شاوخوا یوه نیمه میاشت کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په پوله دوه ځله نښته رامنځته شوه چې مرګ ژوبله یې هم درلوده خو دواړه لوري بیا د دغه شخړو د رامنځته کولو پړه یو پر بل اچوي. لومړی د زمري میاشتې په نهمه نېټه په سپین بولدک کې او دوهم ځل د پنجشنبې په ورځ په تورخم کې نښته رامنځته شوه. د ننګرهار ځاي چارواکي وایي، د پنجشنبې په ورځ ماښام د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ تورخم ته نېږدې د مومندرې ولسوالۍ اړوند په غوړکي سیمه کې نښته رامنځته شوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، کله چې افغان ځواکونه د ډیورنډ کرښې ته نېږدې د پاکستاني ځواکونو له خوا د تاسیساتو د جوړولو مانع شول نو دغه نښته رامځته شوه. د خوګیاڼي په خبره، په دغه نښته کې یو افغان سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي« جګړې شاوخوا یو ساعت دوام وکړ، خو اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی» خو د پاکستاني ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په داسې حال کې دغه نښتې رامنځته کیږي چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د افغان سولې په تړاو بین الافغاني مذاکرات پیل شي. خو دا چې داسې لانجې او شخړې به د افغان سولې په روانه پروسه څومره آغیز وکړي؟ د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې که په افغان سوله کې پاکستان خپلې ګټې په خطر کې وویني نو د دغه پروسې د ګډوډولو هڅې به وکړي. د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وایي، په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان په بدلونونو کې پاکستان مهم رول درلود نو اوس هم که افغان سوله د پاکستان ګټو ته زیان رسوي نو پاکستان هڅه کوي چې د دغې پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي« په ټولو جنګونو او ناستو کې د پاکستان اغېز د تحمل وړ ده، که د مجاهدینو وخت کې افغانستان کې عبوري حکومت جوړېده د دوی نقش پکې مهم و، دوی ډېر نفوذ لري که ګټي یې په خطر کې شي شاید د سولې خبرې سبوتاژ کړي» خو دا چې افغان حکومت ولې په تېرو دوه لسیزو کې له پاکستان سره د سرحدي شخړو په حل کولو نه دی توانېدلی، د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وایي، افغان چارواکو د ډیورنډ کرښې پر سر د شخړو په حل کولو کې د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ عمل کړی او زیاتوي چې د حکومت دغه چوپتیا هغه ګنګوسې پیاوړې کوي چې ویل کېدل افغان چارواکو له پاکستان سره د ډیورنډ په کرښه معامله کړې ده« حکومت په دې برخه کې خپلو ګټو ته کتلي دي یوازې د سولې پر وړاندې غوڅ دریځ خپل کړی، سرحدي مشکلاتو په تړاو دوی جدي اقدام نه دی ښودلی چې موږ ته د منلو وړ وي، حکومت په دې برخه کې خاموشه پاتې شوی» له دې وړاندې د روان لمریز کال د زمري میاشتې په نهمه نېټه په سپین بولدک کې هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې په پایله کې یې لسګونه ملکي افغانانو ته هم مرګ ژوبله واوښته.



د مطلب کود: 218149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218149/چارواکي-پاکستان-سره-په-جکړه-کې-څلور-سرتیرو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتي-ده

آوا
  https://www.avapress.com