د غزني ولایتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رئیس عبدالباري رحیمي پر موټر چسپکي ماین چاودنه کړې چې نوموړی ترې روغ وتلی.
د غزني د کار او ټولنیزو چارو پر رئیس چاودنه شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سنبله 1399 ساعت 14:39
د غزني ولایتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رئیس عبدالباري رحیمي پر موټر چسپکي ماین چاودنه کړې چې نوموړی ترې روغ وتلی.
د غزني ولایتي چارواکي وایي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د د غزني د کار او ټولینزو چارو رئیس عبدالباري رحیمي د خپل کار له دفتره ولایت مقام ته پر لاره و.
چارواکي وایي، د نوموړي پر موټر چسپکي ماین نښلوول شوی و چې نوموړي ته کوم زیان نه دی اوښتی او هغه ترې روغ وتلی.
د پېښې مسئولیت تر اوسه چا نه د منلی.
د مطلب کود: 218026