کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اماراتو ته د اسرایلي الوتکې له تلو سره هم‌مهاله چاودنې شوې

11 سنبله 1399 ساعت 13:09

د اسرایلو او متحده عربی اماراتو ترمنځ تېره ورځ په رسمي توګه د ديپلوماتیکو اړیکو له پېلېدو سره هم‌مهاله په دوبۍ او ابوظبۍ ښارونو کې چاودنې وشوې.

د راپورونو له مخې دغه چاودنې په دوبۍ او ابوظبۍ ښارونو کې په دوو بېلو رستورانتونو کې شوې دي چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د اماراتو حکومت هم یادې پېښې تائید کړې دي او په تړاو یې د څېړنو کولو خبر ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې اماراتو او اسرایلو د لومړی ځل لپاره د دوو اړخیزو همکاريو هوکړه لیک لاسلیک کړ او تېره ورځ د لومړي ځل لپاره د اسرایلو الوتکې د اماراتو پر خاوره ناسته وکړه.



د مطلب کود: 217949

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217949/اماراتو-ته-د-اسرایلي-الوتکې-له-تلو-سره-هم-مهاله-چاودنې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com