کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان - پاکستان د عمل پلان دویمه غونډه په کابل کې جوړه شوه

11 سنبله 1399 ساعت 14:21

د «سولې او پیوستون لپاره د افغانستان - پاکستان د عمل پلان» دویمه غونډه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په ګډون په کابل کې جوړه شوه.

.د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب وايي، چې په دې غونډه کې د سولې بهیر، د سرحدي سرغړونو، په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت او د اقتصادي اړیکو په پراختیا خبرې شوې

.په دې غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود کوله

.د بهرنیو چارو وزارت وايی چې په دې غونډه کې اسلام آباد د سولې له بهیره د اسلام آباد د ملاتړ ډاډ ورکړی دی

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب په دې اړه وویل:«د پاکستان حکومت یوځل بیا د سولې له هغه بهیر خپل ملاتړ اعلان کړ چې د افغانانو په مشرۍ وي؛ او همدارنګه له دې یې خپل ملاتړ اعلان کړ چې افغانستان هېڅکله تیارو او ترخو کلونو ته ستون نه شي.»




د سرحدي سرغړونو او د پاکستاني پوځیانو له لوري پر افغانستان د توغندیو د توغولو مخنیوی، په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې او پر سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو غور هغه نورمسایل دي چې د ښاغلي ناب په وینا په دې غونډه کې پرې بحث وشو.
 
ښاغلي ناب زیاته کړه:«هوکړه مو وکړه چې د دواړو هېوادونو مناسبات نه یوازې د دوه اړخیزو اړیکو په کچه پراخې کړو، بلکې د دواړو هېوادونو اړیکې په درې او څو اړخیزو میکانیزمونو کې پیاوړي کړو.»

کابل تمه لري چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې پر خپلو ژمنو صادقانه عمل وکړي.
          
د ولسي جرګې غړې نظیفه یوسف بېګ وايي:«په دې اساس پړاو کې هغه چمتووالی چې پاکستان یې د افغان سولې لپاره لري؛ تمه کېږي چې په ریښتینولۍ سره د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي او د سولې په بهیر کې عملاً ثباته کړي چې د افغانستان د خلکو په وړاندې ریښتیني دي.»

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم وویل:«پاکستان په تېرو کلونو کې ډېرې ژمنې کړې دي خو له بده مرغه د سولې بهیر کې د هغوی د عملي اقدماتو شاهد نه وو.»

د افغانستان - پاکستان د عمل د پلان په لومړی غونډه کې چې پروسږکال په اسلام آباد کې وشوه. دواړو لوریو په سیاسي، پوځي، استخباراتي او اقتصادي برخو کې د همکاریو د پراختیا په تړاو هوکړه وکړه. خو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې پاکستان په دغو برخو کې پوره همکاري نه ده کړې.


د مطلب کود: 217947

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217947/د-افغانستان-پاکستان-عمل-پلان-دویمه-غونډه-په-کابل-کې-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com