کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستاني پلاوي سره لیدنه کې پر درې موضوعاتو د حنیف اتمر ټينګار

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سنبله 1399 ساعت 11:12

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له پاکستاني پلاوي سره لیدنه کې له هیواد نه پر افغان خاوري د راکټي بریدونو بندېدو غوښتنه کړې ده.


تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سهیل محمود په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی د «سولې لپاره د افغانستان او پاکستان د سولې پیستون عمل پلان» په اړه د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو لورو په دغه لیدنه کې د نورو مسائلو ترڅنګ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر موجوده ستونزو هم خبرې کړي دي.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي:"همدارنګه، د ډیورنډ له کرښې څخه هاخوا د افغانستان په بېلابېلو سیمو د توغندیو ویشتلو په درېدو،د دې هیواد له لوري پخپل سرو تاسیساتو جوړولو درېدل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې پر خلاصېدو باندې ټينګار وکړ."

 
بیان زیاتوي چې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوځي او امنیتي همکاریو هم ټینګار وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کېدو ترڅنګ د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه د خپل هیواد د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ.
د سولې او پیستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ژمنو تعقیب دوهمه ناسته تېره ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب او د پاکستاني سیال سهیل محمود ترمنځ تر سره شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر داسې مهال له پاکستاني پلاوي څخه پر افغان خاوري د راکټونونو توغولو بندولو غوښتنه کړې ده چې تېره میاشت پر کونړ ولایت د یاد هیواد په راکټي بریدونو کې شااوخوا ۸ تنه ملکي افغانان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د تېرې (چنګاش میاشتې پر۳۰) له کونړ ولایت څخه د لیدنې پرمهال وویل چې یاد راکټي بریدنه به بېځوابه پاتې نشي.
د امنیت شورا لخوا په خپره شوې اعلامیه کې هغه مهال د حمدالله محب له قوله ویل شوي: "دوی باید پوه شي چې نه یې تاسیساتو جوړولو ته اجازه ورکول کېږي او نه یې راکټي حملې بې ځوابه پاتې کېږي."


د مطلب کود: 217933

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217933/پاکستاني-پلاوي-سره-لیدنه-کې-پر-درې-موضوعاتو-د-حنیف-اتمر-ټينګار

آوا
  https://www.avapress.com