کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا: بین الافغاني مذاکرات دې ژر پیل شي

11 سنبله 1399 ساعت 10:43

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار له ولسمشرغني سره په ټلیفوني خبرو کې نوموړي ته ویلي، بین الافغاني مذاکرات دې ژر پیل او تاوتریخوالی دې کم شي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ټرمپ سلاکار رابرټ اوبراین پرون ناوخته له ولسمشرغني سره په ټلیفوني خبرو کې نوموړي ته ویلي، بین الافغاني خبرې دې ژر تر ژره پیل شي او تاوتریخوالی دې کم شي.

خبرپاڼه لیکي، اوبراین ټینګار وکړ چې امریکا د بین الافغاني خبرو ملاتړې ده او افغان حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.

د خبرپاڼې په حواله، اوبراین زیاته کړه، امریکا د هغو افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي چې په د خپل هیواد او خلکو لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړې دي او په خبره یې نه غواړي دغه هیواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.



د مطلب کود: 217929

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217929/امریکا-بین-الافغاني-مذاکرات-دې-ژر-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com