کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې موټربم چاودنې او بريد ۸ سرتېرو ته مرګ‌ژوبله واړوله

11 سنبله 1399 ساعت 9:51

د پکتیا ولايتي چارواکي وايي، نن سهار د عامه ملکيتونو د ساتنې پوليسو پر کنډک موټربم چاودنې او وروسته ډله‌ييز بريد کې درې سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

د پکتیا والي حليم فدايي رسنيو ته په استولي پيغام کې ويلي، دغه بريد نن سهار درې نيمې بجې ترسره شو. د نوموړي په خبره، لومړی د عامه ملکيتونو د ساتنې پوليسو پر کنډک موټربم بريد ترسره شو او وروسته دوه ځانمرګي بريدګر د عامه پوليسو د ساتنې کنډک ودانۍ ته دننه شول.

د نوموړي په خبره، دواړه بريدګر د پوليسو له لوري ووژل شول.

فدايي وايي، په دغه بريد کې د عامه ملکيتونو د ساتنې پوليسو د کنډک درې سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دغه بريد مسوولیت منلی دی.



د مطلب کود: 217919

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217919/پکتیا-کې-موټربم-چاودنې-او-بريد-۸-سرتېرو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com