کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ګردېز کې موټر بم برید اتو سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله

11 سنبله 1399 ساعت 9:03

د یاد ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل کلید ته وویل، نن سهار پنځه بجې او ۳۰ دقیقې هلته د عامه ساتنې پولیسو پر کنډک موټر بم او وسله وال برید ترسره شو. د هغه په وینا، په ترسره شوي برید کې درې افغان امنیتي سرتیري ووژل شول او پنځه نور ژوبل شول. هغه زیاتوي چې تر موټر بم برید وروسته دوه وسله وال بریدګر د چاودنې سیمې ته دننه شوي وو چې له افغان سرتیرو سره تر لس دقیقو مقاومت وروسته له منځه یوړل شول. د شوي برید مسولیت وسله والو طالبانو منلی. د دې ډلې له لوري رسنیو ته په رالېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه وسله وال موټر بم برید د دوی جنګیالیو ترسره کړی او لسګونه امنیتي سرتیرو ته یې د مرګ ژوبله اړولو ادعا کړې ده.



د مطلب کود: 217908

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217908/په-ګردېز-کې-موټر-بم-برید-اتو-سرتیرو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com