کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو په دایکندي کې درې ماشومان وژلي

10 سنبله 1399 ساعت 16:26

د دایکندي د ولایتي شورا غړی غیرت‌علي جواهري وايي، طالبانو د دغه ولایت له کجران ولسوالي نه درې ماشومان چې له ۱۰ تر ۱۵ کلونو عمر لري، تښتولي او بیا یې وژلي دي.

نوموړي نن سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو یاد ماشومان یوه اوونۍ وړاندې د کجران ولسوالي له سیلمنجي نه تښتولي وو. د هغه په وینا، د یادې سیمې اوسېدونکو له څو ورځو هڅو وروسته نن سهار د تښتول شویو ماشومانو جسدونه په یوه غره کې پیدا کړل.



نوموړی زیاتوي، د سیلمنجي سیمه د طالبانو په لاس کې ده او دغې ډلې په یاده سیمه کې څو ځله یو روغتیايي مرکز هم ویجاړ کړی دی.

د دایکندي د امنیې قومانداني د امنیت آمر نقیب‌الله مالستاني د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، د لومړنیو راپورونو له مخې، یاد ماشومان ۱۰، ۱۳ او ۱۵ کلن وو چې طالبانو له تښتولو وروسته وژلي دي.

نوموړی په دې اړه د څېړنو د پیل خبر ورکوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې طالبانو پنځه میاشتې مخکې د دایکندي په پاتوی ولسوالي کې هم یو ملکي کس وژلی و. د دغه ولایت د ولایتي شورا غړو هاغه مهال ویلي و چې طالب جنګیالیو یاد ملکي وګړی ځکه وژلی چې ورور یې په امنیتي ځواکونو کې و.


د مطلب کود: 217893

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217893/طالبانو-په-دایکندي-کې-درې-ماشومان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com