کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې د امریکایي ځواکونو پر اډې د طالبانو برید

10 سنبله 1399 ساعت 13:06

طالبانو د سږ کال په جولای میاشت کې په هلمند ولایت کې د امریکایي ځواکونو اړوند په «بسشن» اډه برید ترسره کړی دی. د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه برید په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته ترسره شوی دی. که څه هم دغه برید لا تر اوسه راپور شوی نه وو؛مګر نیویارک ټایمز ورځپاڼي د درې امریکایي چارواکو څخه په نقل راپور ورکړی دی چې طالبانو د جولای میاشتې په وروستیو کې د افغان او امریکایي ځواکونو پر ګډه اډه د څو راکټونو برید کړی دی. په دغه راپور کې د برید تلفات او زیانونه ذکر شوي نه دي. دا په دوحه کې د سولې د هوکړې له لاسلیک کېدو وروسته پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو لمړنی برید دی. وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی. د دوحې د سولې د هوکړه لیک پر بنسټ چې د تیر کال په وروستیو کې د امریکا او طالبانو تر مینځ لاسلیک شوی،دغه ډلې هوکړه کړې وه چې پر امریکایي ځواکونو به برید نه ترسره کوي.



د مطلب کود: 217859

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217859/په-هلمند-کې-د-امریکایي-ځواکونو-پر-اډې-طالبانو-برید

آوا
  https://www.avapress.com