کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د عاشورا په ورځ ۴۰۰ زره سي سي وینه را ټوله شوې

10 سنبله 1399 ساعت 13:01

د عامې روغتیا وزارت وایي، کابل کې د عاشورا په ورځ تر ۴۰۰ زره سي سي زیاته وینه را ټوله شوې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د عاشورا په ورځ د وینې راټولونې کمپاین په پایله کې یوازې په مرکز کابل کې ۴۱۵ زره او ۵۰۰ سي سي وینه را ټوله شوې ده.

دغه کمپاین په تکیه‌خانو، جوماتونو، د وینې بانکونو، روغتونونو او د کابل ښار په مختلیفو برخو کې ترسره شوی.

دغه راز په کندهار ولایت کې هم د یادې ورځې په درنښت اهل تشیع هیوادوالو د دغه ولایت میرویس روغتون ته ۱۹۳ زره سي سي وینه ورکړې ده.

د یادونې ده چې د عاشورا د ورځې مراسم سږ کال د سختو امنیتي تدابیرو سره د امن په فضار کې ترسره شوو.



د مطلب کود: 217858

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217858/کابل-کې-د-عاشورا-په-ورځ-۴۰۰-زره-سي-وینه-ټوله-شوې

آوا
  https://www.avapress.com