کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو اندېښنه

10 سنبله 1399 ساعت 11:59

ملګرو ملتونو د افغانستان امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ پر خرابېدو دی. دا خبرې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش کړي دي نوموړي د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د تېرو میاستو په پرتله په افغانستان کې جګړې او نښتې ډېرې شوې دي.



 دی وایي د مارچ له ۱۴مې بیا د جولای تر ۱۲مې ملګرو ملتونو په افغانستان کې ۳۷۰۶ امنیتي پېښې ثبت کړې دي د دوی د معلوماتو له مخې په دې پېښو کې مخامخ جګړې، ځانمرګي بریدونه، نښتې او نور موارد شامل دي. 
ټاکل شوې ګوتریش دغه راپور د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړي چې په راپور کې د سولې اړند څرګندونې هم شته. ګوتریش زیاتوي چې د سیمې هېوادونه د افغان سولې څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې د دوی هڅې د پام وړ دي


د مطلب کود: 217848

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217848/د-افغانستان-امنیتي-وضعیت-په-تړاو-ملګرو-ملتونو-اندېښنه

آوا
  https://www.avapress.com