کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وکیلانو دوبنۍ رخصتي؛ د ۹ ولایتونو استازي خپلو ولایتونو ته نه دي تللي

9 سنبله 1399 ساعت 15:41

په ولایتونو کې له محلي چارواکو او سرچینو نه د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ، په ولسي جرګه کې د خلکو له ۲۴۹ استازیو نه د فاریاب، غزني، زابل، کندوز، بغلان، سمنګان، دایکندي، نورستان او غور ولایتونو استازي د اوړي رخصتیو پر مهال خپلو ولایتونو ته نه دي تللي.




سرچینې وايي، یوشمېر وکیلانو په ټاکنو کې له بریالي کېدو وروسته هېڅکله د خپلو موکلینو لیدو ته نه دي ورغلي.

د دغو ولایتونو په ډله کې د فاریاب ولایت خلک له خپلو وکیلانو ډېر شکایت کوي او وايي، د ولسي جرګې له ټاکنو او رایو اخیستلو وروسته، په ولسي جرګه کې د ۹ استازیو له ډلې یې تر اوسه هېڅ یو هم بېرته دغه ولایت ته نه دی ورغلی.

له فاریاب وروسته د غزني ولایت خلک هم په ولسي جرګه کې له خپلو استازیو شکایت کوي.

د دغه ولایت خلک وايي، د رخصتیو له پیل راهیسې د ۱۱ وکیلانو له ډلې هېڅ یو هم د خپلو خلکو لیدو او د دوی د ستونزو اورېدو ته نه دي ورغلي.

د غزني اوسېدونکي وايي، پر ناامنیو سربېره ګڼې نورې ستونزې لري، خو استازي یې پرې ځان نه خبروي.

د دغه ولایت د مدني ټولنې یو فعال محمود وايي، د غزني وکیلان له هغه راهیسې چې ولسي جرګې ته بریالي شوي، ډېر کم او هغه هم د خپلو کارونو لپاره دغه ولایت ته ورځي.

د غور اوسېدونکي هم د رخصتیو پر مهال د خپلو وکیلانو د نه ورتګ په اړه شکایت کوي او وايي، په ولسي جرګې ۶ استازي لري او باید د ولایت ستونزې چارواکو ته ور ورسوي، خو هغوی په رخصتیو کې هم په کابل کې له خپلو کورنیو سره اوسېږي.

زابلیان هم په ولسي جرګه کې د خپلو استازیو د بې‌غورۍ او نه پام په اړه اندېښمن دي او وايي، په ولسي جرګه کې ۳ وکیلان لري، خو یو یې هم دغه ولایت ته نه دی ورغلی.

کندوز هم د هغو ولایتونو په ډله کې دی چې استازي یې ډېر لږ د خپلو خلکو لیدو ته ورغلي دي.

دغه ولایت په ولسي جرګه کې ۹ استازي لري، خو د خلکو په وینا، د وکیلانو بې‌غوري ورځ تر بلې په کندوز کې د روانې جګړې د زیاتېدو لامل شوې ده.

د کندوز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي که څه هم دغه ولایت ته د رخصتیو پر مهال د ولسي جرګې وکیلانو د نه ورتګ په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې له رخصتیو وړاندې د ولسي جرګې دوو غړيو او یوه سناتور د خلکو د ستونزو په تړاو له محلي چارواکو سره لیدلي دي.

د کندوز تر څنګ، د دایکندي، بغلان، سمنګان او نورستان ولایتونو وګړي هم د رخصتیو پر مهال یادو ولایتونو ته د خپلو استازیو د نه ورتګ په اړه شکایت کوي.

د نورستان د ولایتي شورا رییس سعدالله پاینده‌زوی له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي، د نورستان هېڅ استازی تر اوسه دغه ولایت ته نه دی ورغلی او په پلازمېنه کې اوسېږي.

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د هلمند، هرات، کندهار، روزګان، تخار او جوزجان ولایتونو یوشمېر استازي سره له دې چې خپلو ولایتونو ته تللي، خو له خلکو او محلي چارواکو سره یې نه دي لیدلي.

په هلمند کې سرچینې وايي، د دغه ولایت خلک په ولسي جرګه کې ۸ وکیلان لري، خو د دوبنیو رخصتیو پر مهال په کابل یا هم بهر کې ژوند کوي.

هرات بیا په ولسي جرګه کې ۱۷ استازي لري، خو د اوسېدونکو په باور یې، د دوی ځینې وکیلان په کابل او ځینې نور هم بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.

د هرات د مدني ټولنې یوه فعاله شیما وفا وايي، سره له دې چې د دغه ولایت اوسېدونکي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو وکیلان یې پوښتنه نه کوي او د خلکو پر وړاندې خپل مسوولیت نه ادا کوي.

د هرات تر څنګ، کندهار په ولسي جرګه کې ۱۱ استازي لري. د کندهاریانو په وینا، ځینې وکیلان یې د رخصتیو پر مهال یاد ولایت ته ورځي، خو له خلکو سره نه ګوري.

روزګان بیا په ولسي جرګه کې یوازې ۳ وکیلان لري، خو د دغه ولایت خلک د هغوی پر بې‌غورۍ او ناکارۍ نیوکه کوي.

خلک وايي، که څه هم له مرکز پرته نورې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي، خو وکیلان یې ان د مرکز د خلکو ستونزو اورېدو ته وخت نه لري.

د روزګان اوسېدونکی تازه‌ګل رشاد وايي، وکیلان یې د رخصتیو پر مهال ولایت ته ورځي، خو په وینا یې، په کورونو یا هم په ولایت کې وي او له خلکو سره هېڅ ډول اړیکه نه لري.

د روزګان تر څنګ، د تخار خلک چې په ولسي جرګه کې ۹ استازي او د جوزجان اوسېدونکي چې ۵ استازي لري، له خپلو وکیلانو شکایت کوي.

د دوی په اند، یوشمېر استازي یې د رخصتیو پر مهال خپلو ولایتونو ته ورځي، خو له خلکو او محلي چارواکو سره نه ګوري.

د تخار د والي ویاند محمدجواد هجري وايي، سره له دې چې دغه ولایت له بېلابېلو امنیتي ستونزو او ننګونو سره مخ دی، خو وکیلانو یې د امنیت ټینګښت او د دغې برخې په پیاوړتیا کې د پام وړ رول نه دی لوبولی.

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د ټولو استازیو له ډلې یوازې د بلخ، بدخشان، بامیان، لغمان، کونړ، ننګرهار، لوګر، سرپل، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو یو یا دوه وکیلان د رخصتیو پر مهال خپلو ولایتونو ته تللي او په مرکز او ولسوالیو کې یې له خلکو سره لیدلي دي.

په بلخ کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د ۱۱ استازیو له ډلې یوازې درې هغه یې د رخصتیو پر مهال بلخ ته ورغلي، خو له خلکو سره یې هېڅ نه دي لیدلي.

د سرچینې په وینا، یوازې رییس عبدالخالق د رخصتیو پر مهال چې ولایت ته ورغلی و، له خلکو سره یې ولیدل، خو نورو استازیو یې تر اوسه له چا سره نه دي لیدلي.

بدخشان بیا په ولسي جرګه کې ۹ استازي لري، خو سرچینې وايي چې یوازې یو یې خپل ولایت ته ورغلی او له خلکو سره یې لیدلي دي.

د بامیان ولایت اوسېدونکي په ولسي جرګه کې ۴ وکیلان لري، خو جالبه دا ده چې خلکو یې خپل استازي خپلو سیمو ته ورغوښتي دي.

د پوهنتون استاد محمد دانشیار وايي، د سولې مطالعاتو بنسټ په همکاري یې هڅه وکړه چې ولسي استازي خپلو ولایتونو ته ور وبولي، خو بیا هم یوازې دوو وکیلانو یې دغه بلنه منلې ده.

د بامیان تر څنګ، د کونړ خلک هم په ولسي جرګه کې ۴ استازي لري، خو له ډلې یې یوازې دوه وکیلان د دوبنیو رخصتیو پر مهال خپل ولایت ته تللي دي.

لغمان هم په ولسي جرګه کې ۴ استازي لري، خو د رخصتیو پر مهال د دغه ولایت په مرکز کې اوسېږي او تر اوسه یې هېڅ یو ولسوالیو ته نه دی تللی.

لوګر هم د بامیان، کونړ او لغمان په څېر په ولسي جرګه کې ۴ استازي لري، خو د دغه ولایت اوسېدونکي د نورو ولایتونو پر خلاف وايي، وکیلان یې په رخصتیو کې ورغلي او د خلکو تر څنګ دي.

ننګرهار بیا په جرګه کې ۱۴ استازي لري او خلک یې وايي، ځينې وکیلان یې تر ټاکنو او د رایو تر اخیستو وروسته تر اوسه دغه ولایت ته نه دي ورغلي.

خوست چې په ولسي جرګه کې ۵ غړي لري، خو له ډلې یې یوازې دوو د رخصتیو پر مهال له خپلو خلکو سره کتلي دي.

د خوست د امنیې قومانداني ویاند عادل حیدري وايي، یوازې هلمند هلمند او موسی ‌خاورین په رخصتیو کې له خلکو سره لیده کاته کړي دي.

د خوست تر څنګ، د پروان، پنجشېر، کاپیسا، پکتیا او پکتیکا اوسېدونکي هم په ولسي جرګه کې د خپلو استازیو د فعالیت په اړه شکایت کوي.

د دوی په وینا، د پکتیا د ۵ استازیو له ډلې درېوو یې په رخصتیو کې له خلکو سره لیدلي او ان ولسوالیو ته یې هم سفر کړی دی.

خو په ولسي جرګه کې د پکتیکا د څلورو استازیو له ډلې یوازې یو یې په رخصتیو کې د خلکو لیدو ته ورغلی دی.

ومو غوښتل چې د ولسي جرګې د غړیو رخصتیو نه د ګټې اخیستو په اړه د ولسي جرګې د کورنیو دندو او اصولو د څرنګوالي په تړاو د جرګې له دارالانشا سره هم خبرې وکړو، خو مسوولان له پرله‌پسې اړیکو سره سره خبرو ته حاضر نه شول.

بله‌خوا د حقوقي چارو شنونکي وايي، د ولسي جرګې په رسمي او نارسمي غونډو کې د وکیلانو د حضور او له خلکو سره د لیدنو څرنګوالي په تړاو په اساسي قانون او د جرګې په کورنیو دندو او اصولو کې څه نه دي ویل شوي.

حقوقي شنونکی وحید فرزه‌يي وايي، په غونډو کې د ولسي استازیو ګډون، له خلکو سره لیدل او د رخصتیو پر مهال فعالیت یو اخلاقي کار دی.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی غلام‌فاروق مجروح وايي، د جرګې په کورنیو دندو او اصولو کې د کال په منځ کې د رخصتیو او له دغو رخصتیو نه د ګټې اخیستو د څرنګوالي په اړه څه نشته.

د یادونې وړ ده چې یوشمېر خلک هم د ولسي جرګې په کاري ورځو کې خپلو استازیو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي.

د دوی په وینا، ځینې وکیلان د رایو له ترلاسه کولو وروسته په خپلو شخصي ګټو پسې ګرځي او ولس یې هېر کړی دی.


د مطلب کود: 217810

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217810/د-وکیلانو-دوبنۍ-رخصتي-۹-ولایتونو-استازي-خپلو-ته-نه-دي-تللي

آوا
  https://www.avapress.com