کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شېرپاو: د افغانانو لپاره دې د ويزې اسانتیاوې ډېرې شي

9 سنبله 1399 ساعت 14:51

د پاکستان د کورنيو چارو پخوانی وزير او د پښتونخوا د ملي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو وايي، د افغانانو په ځانګړي ډول ناروغانو لپاره دې د ويزې اسانتیاوې ډېرې شي.

نوموړي داسې مهال دا خبره کړې چې تر دې وړاندې يو شمېر نورو برحاله پاکستاني چارواکو هم دا خبره کړې، ځکه ويل کېږي پر افغانانو د ويزې محدوديت لګولو په پښتونخوا کې په خدماتي سوداګريو خورا بد اغېز کړی او لویه کچه مشتريان يې له لاسه ورکړي دي.

شيرپاو د افغانستان له لوی قونسل نجیب الله احمدزي سره په لیدنه کې ويلي د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ترانزيت پر ستونزو هم خبرې کړې دي او نوموړي هيله څرګنده کړې چې ژر تر ژره په دې برخه کې پرتې ستونزې له منځه يووړل شي.

نوموړي د پاکستان پر مرکزي حکومت غږ کړی چې هڅه وکړي د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ محدوديتونه راکم کړي تر څو اسانتیاوې ډېرې شي او ولسي اړيکې لا پياوړې شي.

څو کاله وړاندې افغانانو له ويزې پرته پاکستان ته تګ راتګ کاوه خو له هغه وروسته چې پر افغانانو پاکستان او پښتونخوا د تګ پر مهال ويزه جبري شوه، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه هم په بې ساري ډول راټيته شوه. اوس داسې ښکاري چې پاکستان بېرته غواړي خپله تېروتنه جبران کړي او د افغانستان په څېر د يو ستر مارکېټ او مشتريانو د لاسه وتلو بهير مخه ونيسي.



د مطلب کود: 217803

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217803/شېرپاو-د-افغانانو-لپاره-دې-ويزې-اسانتیاوې-ډېرې-شي

آوا
  https://www.avapress.com