کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلي: طالبان څو کاله وړاندې هلمند کې خبرو ته حاضر شول، خو ولسمشر غني چمتووالی ونه ښود

د صدای افغان خبری آژانس , 9 سنبله 1399 ساعت 14:07

د سولې د پخوانۍ عالي شورا مشر، محمد کریم خلیلي وايي کله چې هغه د سولې عالي شورا مشر و، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته یې لیک ور استولی او د لیک ځواب یې هم تر لاسه کړی و.



د ښاغلي خلیلي په وینا د طالبانو لومړنی پلاوی په هلمند کې له دوی سره مخامخ خبرو ته حاضر شول او دوی هم دا خبر ولسمشر غني ته ورساله.
خلیلي چې نن یکشنبه یې کابل کې د عاشورا مراسمو کې خبرې کولې وویل ولسمشر غني هغه مهال د دې کار هرکلی وکړ، خو زیاته یې کړه چې دې کار لپاره هیڅ چمتووالی نه لري.
خلیلي دا هم وویل چې دوی د خپل کار موده کې درې ځلې په بلګراد کې له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمیدو په اړه ناسته وکړه او ولسمشر غني هم په انلاین ډول له دوی سره خبرې وکړي، خو د خلیلي په وینا ولسمشر غني له یادو فرصتونو ګټه وانخیسته.
هغه همداشان وویل چې د سولې رامنځته شوي فرصت نه باید د جګړې ختمیدو لپاره ګټه واخیستل شي.
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني پرون د مصالحې عالي شورا یو شمیر غړي اعلان کړل.
پخواني ولسمشر حامد کرزي چې دغه شورا کې ګډون لري، ویلي چې هیڅ دولتي چوکاټ کې برخه نه اخلي.
 


د مطلب کود: 217801

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217801/خلیلي-طالبان-څو-کاله-وړاندې-هلمند-کې-خبرو-ته-حاضر-شول-خو-ولسمشر-غني-چمتووالی-ونه-ښود

آوا
  https://www.avapress.com