د ملا برادار په مشرۍ د افغان طالبانو پلاوي نن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمدقرېشي او نورو پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.
شاه محمد قرېشي ویلي، څنګه یې چې د امریکې او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې مرسته کړې، د بین الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.