بلاروس کې ۵۰ هغه خبريالان نيول شوي دي چې د لوکاشنکا واکمنۍ پر ضد يې له لاريونونو خبرونه جوړ کړي دي. دغه هېواد کې له هغه وروسته پراخ لاريونونه پيل شول چې د ټاکنو کمېسيون الکساندر لوکاشينکا د څلورمې دورې لپاره د ولسمشر په توګه ګټونکی اعلان کړ.
خلک تور لګوي چې په دې ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي.
روانه اوونۍ دغه هېواد کې تر ۲۶۰ زیات لاريونکوونکي هم ونيول شول.
خو په دغه هېواد کې د ژورناليستانو ټولنې ويلي، خبریالان نيول شوي وو، خو د پولیسو له لوري تر اسنادو ارزولو وروسته بېرته خوشي شول.