د باميان امنيتي چارواکي وايي، دغه ولايت کې د دوولسم ټولګي يوه زدهکوونکي ځانوژنه کړې.
دغه ولايت کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیس وايي، دغه ځوان ۱۹ کاله عمر درلود او د باميان ښار په ګنبدک کلي کې يې خپل ځان زندۍ کړی دی.
تر دې مهاله د دې پېښې انګېزه څرګنده نه ده خو پوليس وايي، په دې تړاو يې پلټنې پيل کړې دي.
فقر، کورنۍ ستونزې، اجباري ودونه او په کورنیو کې د ځوانانو لپاره د محدوديتونو رامنځته کول ډېری وخت په ځوانانو کې د ځانوژنې لاملونه بلل شوي دي.
څو مياشتې وړاندې هم د باميان ښار په زرګران سيمه کې يوه ځوان ځانژونه کړې وه او علت يې پر يوې نجلۍ مينېدل و چې بيا ورته نه وو رسېدلی.