کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان کرېکټ لوبغاړو له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې اعلان وکړ

7 سنبله 1399 ساعت 11:32

يو شمېر نوموتو افغان کرېکټ لوبغاړو په هېواد کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له قربانيانو سره د مرستې اعلان وکړ.

په دې ډله کې راشدخان، محمدنبي او نجيب‌الله ځدراڼ شامل دي. دوی د هغې افغان لوبغاړو له ډلې دي چې د افغانستان د ملي لوبډلې تر څنګ په نړيوالو ليګونو کې هم لوبېږي او پر خپلو بې سارو لوبو یې نړيوال حيران کړي دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې غړي او د نړۍ لومړۍ درجه توپ اچوونکي راشدخان پر خپل ټوېټر ليکلي، دوی په افغانستان کې د سېلابونو له کبله په وروستيو ځاني او مالي زيانونو سخت خواشيني شوي او ټاکل شوې ډېر ژر د قربانیانو له کورنيو سره مرستې وکړي. راشدخان دغه راز پر نورو هم غږ کړی چې افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

د راشدخان تر څنګ محمد نبي او نجیب‌الله ځدران هم اعلان کړی چې هېواد ته له ستنېدو سره سم به د سېلابونو له قربانيانو سره مرسته وکړي.

دغه درې واړه لوبغاړي اوس مهال د ويسټ انډيز کرکټ په غوره ليګ کې لوبېږي. د دوی تر څنګ مجيب الرحمن او نوين الحق هم سږ کال د دغه ليګ برخه دي او يو شمېر نور افغان لوبغاړي بيا چې دې ليګ کې اخيستل شوي وو، د ويزو د نه ترلاسه کولو له کبله له سږني فصل پاتې شول.

د يادولو ده چې وروستيو اورښتونو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل او ګڼ نور يې ټپيان کړل. دغه راز شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ويجاړ شوي او پراخې کرنيزې ځمکې يې تخريب کړې دي.



د مطلب کود: 217702

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217702/افغان-کرېکټ-لوبغاړو-له-سېلاب-ځپلو-سره-د-مرستې-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com