کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سهیل شاهین: د ناټو ملکي استازي له طالب استازو سره خبرې وکړې

7 سنبله 1399 ساعت 10:25

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پنتېکورو له طالب استازو سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي. شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې نوموړي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د افغانستان د روان وضعیت او د دوحې هوکړه لیک پر عملي کېدو خبرې اترې کړې دي. سټیفانو هم پر خپله ټوېټر پاڼه ددې خبر پخلی کړی او ویلي دي چې دې ډلې سره یې د افغانستان د تلپاتې سولې څخه د ناټو د ملاتړ پر دوام خبرې کړي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د فیبرورۍ پر ۲۹مه نېټه یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې طالبان پر بهرنیو ځواکونو برید نه کوي او امریکا به د کال په اوږدو کې خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي. په هوکړه کې په دې هم ټینګار شوی چې افغان حکومت به د طالبانو ۵زره او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰تنه بندیان خوشي کوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلوي.



د مطلب کود: 217700

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217700/سهیل-شاهین-د-ناټو-ملکي-استازي-له-طالب-استازو-سره-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com