کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا کې معترضان یوځل بیا له پولیسو سره ښکېل شوي

5 سنبله 1399 ساعت 17:08

دغه لاریونونه له هغې وروسته پيل شول کله چې پولیسو د «کنوشا» ښار کې پر یوه تورپوستي اوسېدونکي وسله وال برید وکړ.

لاریون کوونکي غواړي چې پر دغه تورپوستي ډزې کوونکی تورن د پولیسو افسر دې ونیول شوي.



په تېرو میاشتو کې، د امریکا د پولیسو له خوا د دغه هېواد د تورپوستو وژنې په غبرګون کې لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.

د کنوشا ښاروال هڅه کوي چې دغه لاریونونه پای ته ورسېږي.

جان انټرامین زیاته کړه:«ټوله مسله دا ده چې غواړو د ټولو لپاره عدالت تامین شي. خلک حق لري ډاډ ترلاسه کړي چې څېړنې په سمه توګه ترسره کېږي. کله چې داسې پېښه کېږي، باید درېیم لوری څېړنه وکړي. له همدې امله د ویسکانسین ایالت دا پېښه به وڅېړي.»

خو د ښاروال څرګندولو لاریون کوونکي قانع نه کړل او هغوی ځايي چارواکي د مسوولیت په نه منلو تورن وي.

د ویسکانسین ځايي چارواکو د پولیسو هغه افسر چې پر دغه تور پوستي یې ډزې کړې دي تراوسه نه دی نیولی؛ هغه څه چې د لاریون کوونکو لومړنی غوښتنه ده.

له بلخوا د ټپي شوي ۲۹ کلن جاکوب بلک تره له لاریون کوونکو غوښتي دي، چې خپل اعتراضونه په سوله ییزه توګه مخته یوسي.

کابو څلور میاشتې مخکې، د یوه بل تورپوستي امریکايي مړینې چې د پولیسو له خوا ووژل شو، په ټوله امریکا کې یې د توکم پالنې پر ضد لاریونونه ته لمن ووهله.


د مطلب کود: 217596

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217596/امریکا-کې-معترضان-یوځل-بیا-له-پولیسو-سره-ښکېل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com