کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې د طالبانو برید ۸ تنه سرتېري وژلي

5 سنبله 1399 ساعت 12:41

د غور د والي ویاند عارف عابر وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د سیمه ییزې اردو پر یوې پوستې برید کړی دی چې په پایله کې یې د سیمه ییزې اردو ۸ سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپیان دي.
هغه زیاتوي چې طالبانو تېره شپه د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د «قبرستان» په نوم امنیتي پوستې برید وکړ او دغه پوسته یې ولکه کړه.
ښاغلی عابر زیاتوي چې دغه پوسته لاهم د طالبانو په ولکه کې ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا ولسوالۍ د غور ولایت په لوېدیځ کې موقعیت لري.



د مطلب کود: 217567

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217567/په-غور-کې-د-طالبانو-برید-۸-تنه-سرتېري-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com