د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي پرون د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره تر لیدنې وروسته رسنیو ته وویل، طالبان يې هڅولي چې له افغان حکومت سره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ځينو غړو سره تر لیدنې وروسته رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، طالبان د دوحې تړون ته ژمن دي او په وینا یې دوی ته یې ویلي چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
د خبرپاڼې له مخې، قریشي پر افغان حکومت هم غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د سولې پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه یوسې او د سولې لپاره را منځته شوی طلایي فرصت دې له لاسه نه ورکوي.
د خبرپاڼې په خبره، قریشي طالب پلاوي ته ډاډ ورکړ چې پاکستان یو سولهییز، باثباته، متحد او ډيموکراټ افغانستان غواړي.
د رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو او پاکستاني چارواکو دا نه دې ویلي چې طالب پلاوی به څو ورځې لا پاکستان کې تم وي خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ویلي، چې د دوی پلاوی به د پاکستان د لومړي وزیرعمران خان او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره هم وګوري.
د یادونې ده، چې له طالبانو سره په دې لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر ترڅنګ د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای ایس ای مشر او ګڼ نور پوځي چارواکي هم حاضر وو.