د افغانستان د بهرنیو چارو زویر محمد حنیف اتمر او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي لوجین په ټلیفوني خبرو کې پر افغان سوله غږېدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، محمد حنیف اتمر او لوجین نن له غرمې وروسته د ټلیفوني تماس له لارې پر افغان سوله او یو لړ نورو مسایلو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو پر افغان سوله، د تاوتریخوالي پر کمېدو، له چین سره پر اقتصادي پراختیا، دوه اړخیزو اړیکو، او نورو اړوندو مسایلو بحثونه کړي دي.
د خبرپاڼې په خبره، لوجین له افغان سولې د چین د ملاتړ ډاډ ورکړ او ويې ویل هیواد یې د دې غوښتونکی دی چې ژر تر ژره بندیان ازاد شي، بشر دوستانه اوربند وشي او په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي.
خبرپاڼه لیکي، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمرهم چین د افغانستان ښه ملګری یاد کړ او د سولې په برخه کې یې د دغه هیواد همکارۍ مهمې و ګڼلې.