کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راین هیرس، د ډهلي کيپټل لوبډلې د بالینګ روزونکی وټاکل شو.

4 سنبله 1399 ساعت 12:41

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی توپ اچونکی راین هیرس، به په راتلونکې دیارلسم پړاو کې د ډهلي کيپټل لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې روزونه ترسره کړي.

راین به د مشر روزونکې ریکي پونټینګ، محمد کیف، سمیول بدري، او ویزا دیا، سره په ګډه د ډهلي لپاره روزونه ترسره کړي.

راین، ویلي
زه ډېر زیات خوشاله یم چې یو ځل بیا د هندوستان تجارتي لیګ ته راستون شوم، د ډهلي لوبډله ښه چټک بالران لري زمونږ هڅه به دا وي چې روان کال کې ښه مخ ته لاړ شو.

یاده دې وي چې راین په ۲۰۰۹ م کال کې په آی پي ایل سیالیو کې د ډیکن چارجرز لوبډلې لپاره لوبیدلی و.



د مطلب کود: 217478

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217478/راین-هیرس-د-ډهلي-کيپټل-لوبډلې-بالینګ-روزونکی-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com