کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورونا ویروس ۱۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

4 سنبله 1399 ساعت 12:26

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۷۰ تنو ته ورسېد. دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۸ تنه مړه شوي چې دې سره د مړه شوو کسانو شمېر ۱۳۹۷تنو ته ورسېد. سرچېنه زیاتوي چې په همدې موده کې له دې وبا څخه کابو ۷۰تنه رغېدلي دي چې په ټولو هېواد کې د رغېدلو کسانو شمېر ۲۸زره او۴۳۰تنو ته رسېدلی دی.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.



د مطلب کود: 217475

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217475/د-کورونا-ویروس-۱۶-نورې-مثبتې-پېښې-ثبت-شوې

آوا
  https://www.avapress.com