کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې په یو بازار کې دردنده چاودنه شوې

4 سنبله 1399 ساعت 12:23

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت د بلخ په ولسوالۍ کې زوروره چاودنه وشوه.

د بلخ ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د بلخ ولسوالۍ په یو امنیتي ارګان شوې ده .

د بلخ ولایت د پولیسو‌ ویاند عادل شاه عادل خبري رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې چاودنه د موټر پر مټ شوې ده.

چاودنه د بلخ ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په قرارګاه شوې ده .

د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین هم د چاودنې پخلی کړی او ویلي دي‌ چې دا چاودنه نن د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د بلخ ولایت د بلخ په ولسوالۍ کې د حیواني‌ کلینیک ترڅنګ شوې ده .

هغه ویلي دي‌ چې چاودنه د موټر بم پر مټ شوې ده .

د بله پلوه د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان د بلخ د ننۍ چاودنې په اړه ویلي دي چې نن د سهار د ۸ بجو او ۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د بلخ په ولسوالۍ کې د کوماندو ځواکونو پر قرارګاه په چاودیدونکو توکو بار د مازدا ډوله موټر سره برید شوی چې په نتیجه کې یو تن سرتیری مړ او ۶ تنه نور ټپيان شوي‌ دي. هغه ویلي دي چې ددې برید کې اصلي‌ قربانیان ملکي‌ وګړي‌ دي‌ چې تر اوسه د ۳۰ نه تر ۳۵ تنو ملکي‌ وګړو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.



د مطلب کود: 217474

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217474/په-بلخ-کې-یو-بازار-دردنده-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com