کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ځانګړو ځواکونو پنجشیر ولایت کې د کرام الدین کریم د نیولو په هدف عملیات کړي دي

3 سنبله 1399 ساعت 10:53

د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، تېره شپه ځانګړو ځواکونو له دوی سره له همغږۍ پرته د کرام الدین کریم د نیولو په هدف عملیاتو کړي دي،خو د ځایي خلکو له مقاومت سره مخ شوي او بېرته شاتګ ته اړ شوي دي. کرام الدین کریم د افغانستان د فوټبال مخکېنی رییس و چې پر مالي او اخلاقي فساد تورن دی او تر عدلي تعقیب لاندې دی چې حکومت یې د نیولو هڅې کوي. پر نوموړي د محکمې لخوا د حبس تر څنګ د یو میلیون ډالري جریمې د ورکولو حکم شوی ویل کېږي کریم پنجشېر کې مېشت دی، چې څه موده وړاندې جمهور رییس محمد اشرف غني هم په یوه غونډه کې د پنجشیر له خلکو وغوښتل چې نوموړی له خپل ولایت څخه وباسي.



د مطلب کود: 217400

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217400/ځانګړو-ځواکونو-پنجشیر-ولایت-کې-د-کرام-الدین-کریم-نیولو-په-هدف-عملیات-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com