کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو: له افغان پوځ سره اوږه په اوږه د ګواښونو پر وړاندې مبارزه کوو

2 سنبله 1399 ساعت 13:05

ناټو له افغان حکومت او د حکومت له پوځ سره د خپل ملاتړ د دوام خبر ورکړی ارګ وایي په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پانتیکورو له جمهور رییس محمد اشرف غني سره لیدلي او دواړو پر یو لړ مهمو موضوعاتو بحث کړی دی. د ناټو ملکي استازي جمهور رییس غني ته ډاډ ورکړی چې له افغان پوځ سره اوږه په اوږه د ګواښونو پر وړاندې مبارزه کوي او دغې لړۍ ته به دوام ورکوي. ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې سټفیانو پانتیکورو په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې له افغان حکومت او افغان ځواکونو څخه به د ناټو ملاتړ دوام لري او د ناټو سرتېري به له افغان پوځ سره د هر ډول ګواښ پر وړاندې مبارزه کې شریک وي. د ناټو ملکي استازي همدارنګه د افغان سولې په اړه د پوره همکارۍ خبره کړې ده او په دې برخه کې د چټکو اقداماتو غوښتنه کړې. په خبر پاڼه کې راغلي چې جمهور رییس غني د ناټو له مرستو مننه کړې او له نړیوالو یې غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغان حکومت سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.



د مطلب کود: 217324

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217324/ناټو-له-افغان-پوځ-سره-اوږه-په-د-ګواښونو-پر-وړاندې-مبارزه-کوو

آوا
  https://www.avapress.com