کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راشدخان يو بل ريکارډ د ځان او افغانستان په نوم ثبت کړ

1 سنبله 1399 ساعت 10:34

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي او د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکي راشدخان د تر ټولو ځوان لوبغاړي په توګه خپلې ۳۰۰ وېکټې پوره کړې او يو بل ريکارډ يې د ځان او افغانستان په نوم ثبت کړ.

نوموړي دغه ۳۰۰ وېکټې په ټولو ملي او نړيوالو لوبو او شخصي سوداګريزو ليګونو کې اخيستې دي او د نړۍ په تاريخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په دې عمر کې ۳۰۰ وېکټې پوره کوي.

نوموړی اوس مهال د ويسټ انډيز په غوره ليګ يا کربين ليګ کې په لوبو بوخت دی او په همدې ليګ يې د ۳۰۰مې وېکټې په اخيستو دغه ريکارډ جوړ کړ.

راشدخان د کرکټ نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري او د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی.

نوموړي تر دې وړاندې هم دغسې ګڼ ريکارډونه د افغانستان په نوم ثبت کړي او د کرکټ نړۍ يو نايابه ستوری بلل کېږي.



د مطلب کود: 217224

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/217224/راشدخان-يو-بل-ريکارډ-د-ځان-او-افغانستان-په-نوم-ثبت-کړ

آوا
  https://www.avapress.net