کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فرانسې کې د کروناویروس د پېښو زیاتوالی

31 اسد 1399 ساعت 15:47

فرانسه په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له بیا ځلې له زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د دغه هېواد روغتیايي چارواکي په وروستي راپور کې ویلي چې ۲۴ ساعتونو کې یې ۴ زره او ۷۷۱ مثبتې بېښې ثبت کړې دي.

دغه شمېر له هغې تر یوې ورځې مخکې زر پېښې زیاتوالی ښیې چې مخکې تر هغې په کې کابو درې نیم زره پېښې ثبت شوې وې.

دا په فرانسې هېواد کې له څلورو میاشتو وروسته لومړی ځل دی چې د کرونا ویروس له څلورو زرو ډېرې پېښې ثبتوي.

فرانسې کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر او سمهال ۲۵۶ زره ۵۳۴ دی او په کې له ۳۰ زرو ډېر کسان مړه شوي هم دي.

په همدې حال کې اسپانیا، المان او برېټانیا کې هم د تېرو دریوو میاشتو پرتله د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.



د مطلب کود: 217183

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217183/فرانسې-کې-د-کروناویروس-پېښو-زیاتوالی

آوا
  https://www.avapress.com