کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه: بین الافغاني خبرې باید ژر پیل شي

31 اسد 1399 ساعت 9:47

د روسیې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي تمه لري چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي او د بندیانو د تبادلې په اړه اوسنۍ ستونزه د سولې پروسه ځنډنی نه کړي. ددې وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون خبریالانو ته وویل د بین الافغاني خبرو پیل د افغانانو او د افغانستان د بهرنیو شریکانو لپاره په ګټه دي. نوموړې دا غوښتنه داسې مهال کوي چې تازه د پاتې طالب بندیانو کې د ځینو بندیانو خوشي کولو سره فرانسې او استرالیا مخالفت کړی او له افغان حکومت یې غوښتې چې هغه بندیان خوشې نه کړي چې د دوی سرتیري یې وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس محمد اشرف غني د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خوشي کولو په اړه د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره سم د یادو بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ، چې له ډلې ۸۰ تنه بندیان خوشې شول، خو اوس دا پروسه یو څه ځنډنۍ شوې ده. د یادونې وړ ده چې طالبان د پاتې ۴۰۰بندیانو پر خوشي کولو ټینګار کوي او وایي هر کله چې یاد بندیان د لیست مطابق خوشي شي نو دوی په اوونۍ کې دننه بین الافغاني خبرو ته چمتوالی ونیسي



د مطلب کود: 217178

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217178/روسیه-بین-الافغاني-خبرې-باید-ژر-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com