کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي دفاع وزارت: په وردګو او خوست کې لسو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

30 اسد 1399 ساعت 13:00

د ملي دفاع وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تیره ورځ طالبانو د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د امبو خاک په سیمه کې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو بريد وکړ چې د تندر قول اردو د پنځمې لوأ ځواکونو له خوا دغه برید په شاه تمبول شوی او په پایله کې یې ۳ تنه وسله وال طالبان وژل شویدي. سرچینه زیاتوي، همداراز ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د سیسۍ په سیمه کې د وسله والو طالبانو د برید مخه نیولې ، چې په ترڅ کې ۴ تنه وسله وال طالبان ټپیان شوي دي. د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د دې ترڅنګ امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ د زوړکوټ په سیمه کې د وسله والو برید له ماتې سره مخ کړی، چې په پایله کې یې ۱ تن وسله وال وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان دي. سرچینې په یادو بریدونو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم د ملي دفاع وزارت د دغه ادعا په تړاو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښوودلی.



د مطلب کود: 217151

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217151/ملي-دفاع-وزارت-په-وردګو-او-خوست-کې-لسو-تنو-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com