کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اشرف غني: موږ بین الافغاني خبرو لپاره ټول خنډونه او پلمې لرې کړي

30 اسد 1399 ساعت 10:55

ولسمشر غني وایي دوی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو لپاره ټولې پلمې او خنډونه لرې کړِي دي.

ښاغلي غني نن پنجشنبه په یوه ویډیویي پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې دایمي اوربند وکړي او د افغان ولت سره مخامخ خبرې پيل کړي.



د ولسمشر په وینا افغان حکومت نه یواځې دا چې د سولې لپاره یې ژمنتیا ښودلې، بلکې په دې لاره کې یې زیات عملي اقدامات هم کړي دي، چې د طالب بندیانو خوشې کول او د لویې مشورتي جرګې جوړول یې غوره بیلګې دي.

هغه وویل: "د باعزته سولې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي. موږ د سولې په برخه کې نه یواځې خپل اراده او ژمنتیا ښودلې، بلکې عملي هڅې او اقدامات مو کړي دي. د طالب زندانیانو ازادول او د سولې مشورتي جرګې جوړول زموږ د هڅو غوره بیلګې دي."

غنی وویل داسې سوله غواړي چې د افغانستان ټول قومونه پکې په ارامه فضا کې د یو او بل ترڅنګ ژوند وکړي.

هغه زیاته کړه: "باعزته او تلپاتې سوله راتلونکې ده؛ ځکه په خپلو هڅو او غښتلې اراده مو د افغانستان سوله په ملي، منطقوي او بین المللی بحث بدل کړ."

دا په داسې حال کې چې د افغان سولې بهیر، د بندیانو تبادلې بندیدو له امله له خنډ سره مخ شوی دی.

که څه هم لویې مشورتي لویې جرګې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کیدل ومنل، خو اوس ولسمشر غني وایي که دغه زندانیان خوشې کړي، نو نړۍ ته به ګواښ پيښ شي.

 


د مطلب کود: 217131

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217131/اشرف-غني-موږ-بین-الافغاني-خبرو-لپاره-ټول-خنډونه-او-پلمې-لرې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com