کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شاهین: تر هغې چې پاتې بندیان خوشي نه شي، خبرې نه پیلوو

30 اسد 1399 ساعت 9:44

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين يو ځل بيا ټينګار کړی، تر هغې چې د دوی ټول پاتې بنديان خوشي نه شي، له افغان حکومت سره خبرې نه پيلوي.



سهیل شاهین له یوې عربي ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تر اوسه د دوی ټاکل شوی پلاوی قطر ته نه دی رسېدلی او څو پورې چې د بندیانو خلاصون پروسه بشپړه شوې نه وي مذاکرات نه پیلوي.

بلخوا د ولسمشر ویاند صدق صدیقي څو ورځې وړاندې یوې خبري غونډې ته وویل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د ځنډ لامل د طالبانو له لوري د حکومت د کمانډو سرتېرو نه خلاصون دی.

صدیقي ویلي، طالبان دې د افغان حکومت هغه ۱۹ کمانډو سرتېري خوشي کړي چې له دوی سره بندیان دي او په خبره یې تر څو چې طالبان دغه سرتېري خوشي نه کړي، بین الافغاني خبري به پیل نه شي او حکومت به هم د دوی پاتې بندیان خوشي نه کړي.


د مطلب کود: 217104

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217104/شاهین-تر-هغې-چې-پاتې-بندیان-خوشي-نه-شي-خبرې-پیلوو

آوا
  https://www.avapress.com