کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حنیف اتمر او جواد ظریف پر افغان سوله غږېدلي

29 اسد 1399 ساعت 16:28

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه لوري د سولې په برخه کې پر وروستیو بدلونونو، د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند، د پاتې طالب بندیانو پر خوشي کېدو او د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. یادو وزیرانو د بین الافغاني مذاکراتوړ پر پیلېدو هم ټینګار کړی. سرچینه همدارنګه زیاتوي، نوموړي په دغو ټلیفوني خبرو کې افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې ایران هېواد د بین الافغاني خبرو کوربتوب ته بشپړ چمتو دی. محمد جواد ظریف د طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو د لویې جرګې رابلل او پرېکړه ملي اصل بللی او څرګنده کړې یې ده چې هېواد یې په افغانستان کې له تلپاتې سولې او ۱۹ کلنو لاسته راوړنو ملاتړ کوي.



د مطلب کود: 217099

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217099/حنیف-اتمر-او-جواد-ظریف-پر-افغان-سوله-غږېدلي

آوا
  https://www.avapress.com