کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د موټرسایکل مشهور شرکت یاماها په اوبو چلیدونکی موټر سايکل جوړوي

28 اسد 1399 ساعت 12:22

د جاپان د موټر سايکلو مشور شرکت یاماها وايي، په داسې ټکنالوجي کار کوو چې د تیلو څخه بغیر په اوبو چلیدونکی موټرسايکل جوړ کړو، یاماها د نړۍ د موټرسایکل جوړولو مشهورو شرکتونو څخه شمیرل کیږي.

یاماها شرکت وايي، موږ غواړو چې د موټر سایکل د سون مواد اوبه وي، دې شرکت د موټرسایکل یو انځور هم خپور کړی چې پخواني XT500موټرسایکل ته ورته ده.

د یاماها شرکت دداسې موټر سایکل په جوړولو له ۲۰۱۶م څخه په کار شروع کړي، خو توقع کیږي چې عامو خلکو ته دا موټرسایکل په راتلونکې ۴یا ۵ کلونو کې ورکړل شي.

دا موټرسایکل د یاماها شرکت مشهور ډیزاینر میکسیمیم لیفبرې ډیزاین کړای چې د H2Oموټور تر څنګ یو د اوبو پمپ هم پکې لګیدلی چې اوبو ته دوراني حرکت ورکوي او دغه اوبو د سون موادو په څېر مصرفوي.

له دې وړاندې هم د جاپان یو شرکت داسې موټرسایکل جوړ کړی وه چې په برق پواسطه به حرکت کاوه.



د مطلب کود: 216987

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216987/د-موټرسایکل-مشهور-شرکت-یاماها-په-اوبو-چلیدونکی-موټر-سايکل-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com