کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نن افغانان د خپلواکۍ ۱۰۱مه کليزه نمانځي

28 اسد 1399 ساعت 9:33

له نن ۱۰۱ کاله وړاندې د ۱۲۹۸ لږديز لمريز کال د زمري په ۲۸مه د افغانستان د وخت شاه غازي امان الله خان له انګريزانو د خپل هېواد خپلواکي اعلان کړه.

دغه اعلان نه يوازې افغانانو بلکې د سيمې هېوادونو ته يو الهام بښونکی اعلان و.

پوره يو کال او يوه پېړۍ وړاندې په همدې ورځ غازي امان الله خان په کابل کې يوه غونډه کې چې د وخت د انګلستان سفير هم حاضر داسې اعلان وکړ:

ما خپل ځان او خپل مملکت له کورني او بهرني پلوه بشپړ ازاد او خپلواک اعلان کړ. تر دې وروسته زموږ هېواد، د نړۍ د ټولو دولتونو او قدرتونو په شان ازاد دی او هېڅ ځواک ته د سر د یوه وېښته هومره اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، او که چا دا کار وکړ، غاړه به یې په دې توره ووهم.

بيا يې خپل د انګلستان سفير ته ور واړاوه او ترې ويې پوښتل:

څه مې چې وویل پرې پوه شوې؟

د انګلستان سفیر په درناوي ځواب ورکړ:

هو، پوه شوم.

تر دې وروسته هر کال افغانان د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه نمانځي.

غازي امان الله خان نه يوازې په خپله مېړانه او سرښندنه هېواد ته خپلواکي واخيسته، بلکې په افغانستان کې يې د معارف او بيا رغونې ډګر کې هم د پام وړ کارونه ترسره کړل.

نوموړي د نورو کارونو تر څنګ په کابل کې د مستورات په نوم روغتون او د مستورات په نوم د نجونو ښوونځی هم جوړ کړ چې اوس د ملالۍ لېسې په نوم يادېږي.

دغه راز نوموړي په افغانستان کې د (اساسي نظامنامه) په نوم اساسي قانون جوړ کړ او د لويې جرګې له لوري تصويب شو.

په دغه قانون کې د افغانستان د خلکو فردي ازادۍ، د غلامۍ له منځه وړل، د رسنيو ازادي، د ښځو حقونه او نور ډېر مهم مواد شامل وو. د تاريخ ليکونکو په باور دا په نړۍ کې د وخت د غوره اساسي قوانيو له ډلې و چې شاه غازي امان په واکمنۍ کې جوړ شو او د افغانستان خلکو د لويې جرګې له لارې تصويب کړ.



د مطلب کود: 216984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216984/نن-افغانان-د-خپلواکۍ-۱۰۱مه-کليزه-نمانځي

آوا
  https://www.avapress.com