کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې کرونا ویروس؛ تېره شپه ورځ کې ۷۷ تازه پېښې

27 اسد 1399 ساعت 15:13

دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه دوه تنه مړه شوي او ۸۹ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۳۷۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۷ زره او ۳۱۲ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.




دعامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د زمري په ۲۷مه نېټه) یې له رسنیو سره شریک کړي، ښیې چې تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله دوه تنه مړه شوي او ۸۹ تنه نور روغ شوي دي.
د مالوماتو له مخې تازه پېښې د ۴۵۸ کتل شویو نښو پایله ده.
له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷ زره او ۶۷۶ ته رسیږي.
تازه پېښې هرات کې (۲۵)، بلخ (۱۷)، کابل (۱۱)، بامیان (۲)، تخار (۴)، ننګرهار (۵)، بادغیس (۱)، کندز (۳)، دایکندي (۵)، بدخشان (۲) او پنجشېر (۲)، پېښې ثبت شوې دي.
هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱ زرو او ۳۷۷ ته ورسید او د روغو شویو هم ۲۷ زره او ۳۱۲ دی.
 


د مطلب کود: 216956

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216956/افغانستان-کې-کرونا-ویروس-تېره-شپه-ورځ-۷۷-تازه-پېښې

آوا
  https://www.avapress.com