کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار کړی

27 اسد 1399 ساعت 11:42

هغه د پکتیا ولایت له ځوانانو او مشرانو سره په لیدنه کې دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې په هېواد کې سوله به د شاتګ په مانا نه وي. د مصالحې شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، حکومت د سولې لپاره کلکه اراده لري او په دې برخه کې یې مهم ګامونه هم پورته کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه بین الافغاني خبرې نه دي پیل شوې او د طالبانو ډله ټنیګار کوي چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو تر خوشي کېدو وروسته به د مخامخ خبرو لړۍ پیل کړي. تر اوسه د لویې جرګې د پرېکړې پر اساس، د پاتې ۴۰۰طالب بندیانو له ډلې ۸۰تنه یې ازاد شوي دي.



د مطلب کود: 216911

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216911/عبدالله-د-تېرو-دوو-لسیزو-لاسته-راوړنو-پر-خوندیتوب-ټینګار-کړی

آوا
  https://www.avapress.com