کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې درې افغان سرتېري وژل شوي

27 اسد 1399 ساعت 11:39

پکتیا ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو پر اکمالاتي کاروان د سړک غاړې دوو ماین چاودنو له کبله درې امنیتي سرتېرې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند خامه پرس ته وویل، یاده پېښه نن له غرمې مخکې د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ په حسن خېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي امنیت ځواکونو پر ګډ اکمالاتي کاروان د وسله‌والو طالبانو له لوري د سړک غاړې خښ شويو دوو ماینونو پر له پسې چاودنه وکړه او په پایله کې یې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل، تر چاودنو وروسته د وسله‌والو طالبانو او امنیتي سرتېرو تر منځ نښته پیل شوه او امنیتي ځواکونه و توانېدل چې طالبان په شا وتمبوي.



د مطلب کود: 216910

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216910/پکتیا-کې-درې-افغان-سرتېري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com