کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان پوځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه پوځي تمرینات پیل کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1399 ساعت 11:25

افغان پوځ د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې ډېورڼد فرضي کرښې ته څېرمه پراخ پوځي تمرینات پیل کړي دي.


د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د یادو تمریناتو موخه دا ده چې پوځ د غیرقانوني اقداماتو او د احتمالي خطرونو پر وړاندې چمتو کړي.
د دوی په خبره، په دې تمریناتو کې هوایي او ځمکنی ځواک برخه لري او له غټو او وړو وسلو په کې کار اخیستل کېږي.
د یادولو ده چې افغان پوځ دوې ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې هم ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه نظامي تمرینات ترسره کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له خوا د ډیورڼد فرضي کرښې پر ځینو سیمو د اغزن تار تېرولو د ډېرو افغانانو غبرګونونه را پارولي دي او له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې د پاکستان د دې کار مخنیوی وکړي.


د مطلب کود: 216845

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216845/افغان-پوځ-ډیورنډ-کرښې-ته-څېرمه-پوځي-تمرینات-پیل-کړل

آوا
  https://www.avapress.com