کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځیانو پر خلاف لاریون ترسره شو

26 اسد 1399 ساعت 9:38

پکتیکا برمل کې د پاکستانې پوځیانو د راکټي بریدونو پر خلاف د اولسونو پراخ لاریون د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په مرغه او لمن سیمه کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پاکستانې پوځیانو په راکټي بریدونو کې ځايې خلکو ته درانه تلفات اوښتي دي. د برمل ولسوالۍ په انګور اډه کې د اولسونو له لوري د پاکستاني حکومت د یادو بریدونو د غندنې په موخه پراخ لاریون ترسره شو او هغه هېواد يې له نړیوالو قوانینو په سرغړونې تورن کړ. دوی ګواښ وکړ که پاکستانې پوځیانو لا هم دې کار ته دوام ورکړي، اولسونه به له امنیتي سرتیرو په ګډه د دوی پر خلاف وسله پورته کړي او متقابل ځواب به ورکړي. دلته د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري نقطه کې د لاریونوالو له لوري د پاکستان بیرغ ته اور واچول شو، دوی د افغان ځواکونو په ننګه او د پاکستانې حکومت پر خلاف شعارونه ورکوي. لاریونوال وايې پاکستاني پوځیانو له تېرې یوې اونۍ راهیسې د برمل ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو ګڼ راکټونه را ویشي چې ځايي خلکو ته په مالي زیانونو سربېره یو شمېر ښځې او نارینه ټپیان شوي هم دي. دوی د افغان سرتېرو په ننګې سره وايي اولسونه چمتو دي چې د پاکستان د تيري په بدل کې متقابل ځواب ورکړي او په خبره يې په تېر کې هم افغانانو پاکستاني پوځیانو ته خپل قوت ورښکاره کړی دی.


 « پاکستان هېواد په برمل ولسوالۍ د توپونو باران جوړ کړی ده، موږ پاکستان ته وایو چې دا خو مو توپونه دي چې اټم بم هم را باندې استعمال کړې اغزن تار او کرغیړنه کرښه به را باندې ونه منې،ټول هېواد زموږ ګډ کور دی که په برمل ولسوالۍ یا د هېواد په هره سیمه بمونه او راکټونه را ولي، دا موږ ته د منلو وړ نه ده موږ او تاسو د عزت، ابرو او غیرت لپاره ژوند کوو.» د لاریونوالو له ډلې یو بل کس اختر محمد وايي د پاکستاني پوځیانو له لوري په برمل او د هېواد په نورو ولایتونو راکټي بریدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. نوموړی څرګندوي که حکومت ورته اجازه ورکړي، له افغان سرتیرو سره په ګډه به د پاکستاني پوځیانو بریدونو ته متقابل ځواب ورکړي او اغزن تار به د اولسونو له لوري له منځه یوړل شي. « ته په سپین بولدک کې په ځان پوهه نشي چې افغانستان مي خوله را ماتوي او تاته په تورخم کې معلومات ونه شول چې افغانستان مي غاښونه را باسي چې اوس بیا په برمل توپونه را ولې ، موږ د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ یو او که افغان حکومت اجازه راکړي موږ خپله دا کرغیړنه کرښه له منځه وړو، اعزن تار يې له بېغمه باسو او خپله خاوره په خپل نوم کوو.» د دې سیمې یو شمېر نور اوسیدونکي هم وايي د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې پاکستاني پوځیانو زیات شمېر راکټونه را ویشي چې په خبره يې څلور نارینه او څلور ښځې پکې ټپیانې شوې او ډېرې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ ایستل شوي دي. « په افغان خاوره کې پوستو ته نیږدې او نورو ګڼو سیمو کې توپونه لګېدلي دي، څلور نارینه او څلور ښځې ټپيانې دي دا يې لومړني معلومات دي که ډير معلومات يې وشي تلفات له دې هم ډېر دي.» یاده دي وي چې تېره اونۍ په پکتیکا کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو د دوېیمې پلې لوا قومندان یادې سیمې ته له تګ وروسته ګواښ وکړ؛ که پاکستاني پوځیان بیا بریدونو ته دوام ورکړي د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره به مخ شي.


د مطلب کود: 216819

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216819/په-پکتیکا-ولایت-کې-د-پاکستاني-پوځیانو-پر-خلاف-لاریون-ترسره-شو

آوا
  https://www.avapress.com