کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1399 ساعت 12:03

عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې لسو تنو د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷۹ تنه نور ترې روغ شوي دي.


دغه وزارت نن چهارشنبه اعلان کړی چې په دغه موده کې ۷۶ تنه نور تازه پر کرونا اخته شوي دي.
په دې سره افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمیر ۱۳۵۴ تنو ته ورسید.
همداشان پر کرونا د اخته شوو کسانو شمیر هم ۳۷ زره او ۳۴۵ تنو ته رسیدلی دی.
تر دې دمه ۲۶زره او ۶۹۴ کسان د کرونا له ناروغۍ روغ شوي دي.


د مطلب کود: 216601

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216601/تیرو-۲۴-ساعتونو-کې-۱۰-تنه-د-کرونا-ویروس-له-امله-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com