کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمندیان د سولې راتګ ته ډېر خوښ دي

21 اسد 1399 ساعت 15:29

د دې جرګې د پرېکړې له مخې به افغان حکومت پاتې طالب بندیان ازاد او د روانې زمري میاشتې پر ۲۶مه نېټه به بین الافغاني خبرې پیل شي.


د هلمند اوسېدونکي د لویې جرګې جوړېدو او د هغې پر شوو پرېکړو ډېر خوشحاله دي. دوی زیاتوي چې له جګړو سخت ستړي شوي او د سولې په راتګ سره به د بیارغونې کارونه پیل او خلکو ته به کاري زمینه برابره شي: «موږ د سولې راتګ ته ډېر خوښ یو او الله سبحانه وتعالی دې په افغانستان کې تلپاتې سوله راولي چې کارونه پیل او خلکو ته کاري زمینې برابرې شي.» د دې تر څنګ هلته په مرکز لښکرګاه ښار کې د ګل اغا په نوم یو تن اشپز وایي، وروستیو جګړو یې پر کاروبار ناوړ اغېز کړی او هیله یې وښودله چې د سولې په راتګ سره به هر څه سم شي او اوسنۍ ناخوالې به پای ومومي. دی وایي، دا چې سوله راتلونکې ده، خو پر کاروبار به یې مثبت اغېز وکړي: «سولې ته ډېر خوښ یو، زموږ ټول کار په کلیو او وطنونو کې دی، لارې به خلاصې شي او زموږ د کار پر وړاندې به پراته خنډونه له منځه ولاړ شي.» دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته جمهور رییس محمد اشرف غني د لویې جرګې د پرېکړې له مخې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو حکم لاسلیک کړ. طالبان وایي، که یې بندیان ازاد شي، نو دوی په یوه اونۍ کې د بین الافغاني مذکراتو پيل ته چمتو دي او په ورته وخت کې یو شمېر معتبرو سرچینو رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې چې بین الافغاني خبرې د روانې اسد میاشتې پر ۲۶مه نېټه پیل شي. 


د مطلب کود: 216543

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216543/هلمندیان-د-سولې-راتګ-ته-ډېر-خوښ-دي

آوا
  https://www.avapress.com