کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي پرون‌یې وسله‌والو مخالفینو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د صدای افغان خبری آژانس , 20 اسد 1399 ساعت 10:33

د دغه ولایت امنیه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحیم‌زي رسنیو ته په یوه پيغام کې وویل چې یکشنبه ماسپښين افغان پولیسو په سروبي ولسوالۍ کې ۱۵ وسله‌وال بریدګر ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل.


هغه وویل: "د سروبي په ولسوالۍ کې د موږ پولیس چې هلته په ګزمه وتلي و له مخالفینو سره مخ شول. په نتیجه کي يې د مخالفینو ۱۵ تنه مړه او شپږ نور یې ټپیان دي. په جسدونو کې یو تن احمدشاه نومېږي چې د سروبي ولسوالۍ نظامي مسؤل و. ده په تېرو وختونو کې په خلکو ډېر ظلمونه کړي و."
نوموړي رسنیو ته دا هم ویلي په تېر یوه شپه او ورځ کې یې د کشفي معلوماتو پر اساس پولیسو په مرکز ښرنه، جاني‌خېلو او یحیی‌خېلو ولسوالیو کې ۶ وسله‌وال هم نیولي دي.
وسله‌والو طالبانو په پکتیکا کې د دې پېښې او یا دا چې دوی ته مرګ‌ژوبله اوښتې که څنګه څه تبصره نه‌ده کړې.


د مطلب کود: 216430

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216430/د-پکتیکا-امنیتي-چارواکي-وایي-پرون-یې-وسله-والو-مخالفینو-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com