دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 216375
غني: نن د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون حکم لاسلیکوم
ولسمشر غني نن د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خلاصون حکم لاسلیکوي.
ښاغلي غني چې نن یکشنبه یې د لویې جرګې غونډه کې خبرې کولې وویل ژمن دی چې د لویې جرګې ټول وړاندیزونه عملي کړي. د لویې مشورتي جرګې غړو په خپله پریکړه لیک کې د طالبانو د پاتې بندیانو د خوشې کیدو نظر تایید کړ.
په پریکړه لیک کې همداشان ویل شوي چې که چیرې د طالبانو د بندیانو په منځ کې بهرني وګړي وي، دوی دې خپلو اړوندو هیوادونو ته وسپارل شي. ولسمشر غني همداشان په جرګه کې پر بلقیس روشن برید هم وغانده.
غني وویل دا تاوتریخجن چلند د جرګې د ادب خلاف و او له عامل سره به یې قانوني چلند کیږي.
ولسمشر غني همداشان پر طالبانو غږ وکړ چې د سرتاسري اوربند لپاره د لویې جرګې وړاندیزونه ومني.
ټاکل شوې د چې د طالبانو د بندیانو له خوشې کیدو وروسته دوو یا دریو ورځو کې بین الافغاني خبرې پيل شي.
د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله ویلي د لویې جرګې پریکړه لیک د بین الافغاني خبرو پر وړاندې د طالبانو وروستۍ پلمه هم له منځه یوړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjame8iuqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته